ليلا خان د راشد ملاتړ وکړ، وايي راشد بهترین لوبغاړی دی خو زه هیله ورڅخه کوم چې
ليلی خان هم د راشد خان او افغان کرکټ ملاتړ وکړ، د پښتو ژبې دا تکړه سندرغاړې چې د افغانستان دکرکټ د ملي ټيم مینه واله هم ده د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په وړاندې د اسټراليا د کرکټ بورډ د پرېکړې په خلاف د افغانستان ملاتړ کړی دی.
نوموړې ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم يو بهترین ټيم دی او د افغانستان او نړۍ په سطحه لکه راشد خان بهترین لوبغاړي لري نه بايد د سياسي موخو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ او ټيم محکوم شي.
ليلی خان ويلي دي چې دا له راشد خان څخه غواړي چې د نجونو د کار او تعليم په هکله خپل غږ تر دې هم زيات اوچت کړي او په افغانستان او دنیا کې د نجونو د کار او تعليم لپاره د خپل تاثیر څخه ګټه پورته کړي.
د کرکټ مبصرین وايي چې د افغانستان دکرکټ د ملي ټيم لوبغاړي د علم او زده کړو طرفدار دي، نباید د حکومت د پریکړو بدل هغوي ادا کړي.