ليلا خان: بلکل مجرده يم، غنم رنګ نارينه مې زيات خوښېږي، خو واده به

د پښتو تکړه سندرغاړې ليلا خان تراوسه پورې مجرده ګرځي او د واده کوم درک یې نشته دی، دا زيات مينوال لري څه موده وړاندې دا اوازې وې چې نوموړې د راشد خان سره مينه لري خو وروسته دې پخپله وویل چې دا خبرونه واقعیت نلري خو تازه دې د خپل مينتوب او واده په هکله خبرې کړې دي.

ليلا خان په خپله مرکه کې د مينې په هکله وايي چې دا خو اوس د کوم چا سره خاصه مینه نلري خو غواړي چې واده په مینه وکړئ نوموړې پخپله مرکه کې د خپل جوړېدونکي خاوند په هکله ځينې نښې او ځانګړنې بيان‌ کړې چې يوه پکې زياته د رسنیو د توجو وړ وګرځېده.

نوموړې وايي چې دا خو لومړی داسې نارينه غواړي چې صادق وي خو وايي په ظاهري توګه که خبره کول غواړي نو هغه به دا وي چې ددې غنم رنګه نارينه خوښېږي او زړه یې همدا دی چې کله واده کوي نو داسې نارينه به انتخاب کوي چې د رنګ څخه غنم رنګ وي.

دا وړاندې وايي چې پيسې ورته مهمې نه دي. بلکې‌ د زړه خبره به مني وايي پيسې په ژوند کې د ځينو شيانو لپاره مهمې دي خو دومره مهمې نه دي چې د خپل ژوند د ملګري په انتخاب کې دې تاثير ولري. وايي چې مینه او صداقت شتون ولري پيسې مهمې نه دي پيدا به شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *