ليلا خان؛ زه ویاړم چې راشد خان زما سندرې اوري زه هم د هغه
د پښتونخوا مشهورې سندرغاړې د افغانستان د ټاپ کرکټر راشد خان په هکله تازه څرګندونې کړې دي. نوموړې په يوه ويډيو کې ويلي دي چې راشد خان يو ډېر ښه انسان دی. دا وايي چې هغه ددې سندرې هم اوري.
دا وايي د نجيبې له طریقه خبره شوه چې راشد خان ددې سندرې خوښوي او اوري یې، وايي زما لپاره دا د ویاړ او فخر ځای دی چې راشد خان مې سندرې اوري.
ليلا خان چې د پښتو ژبې يوه تکړه سندرغاړې ده او ډېر ځله افغانستان ته هم د سندرو ويلو لپاره راغلې ده وايي چې راشد خان سره یې يو ځل لنډ ملاقات شوی دی او هغه ډېر ښه انسان دی.
نوموړې زیاتوي چې د راشد خان سره د مينې خبرې يې واقعيت نلري خو دا چې راشد خان ددې سندرې اوري دا په دې باندې ویاړي.