له کرکټ بورډ څخه د نړیوال جام په پيل کې د نجيب ځدراڼ غوښتنه؛ زه غواړم چې
نجيب الله ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم له ټاپ لوبغاړو څخه دی، هغه په افغان کرکټ کې یوازینی سټنډرډ او د حساب وړ لوبغاړی دی، هر وخت چې ميدان ته راشي نو په ټيم فشار کموي، په متوسط ډول دېرشو زیاتې منډې حتماً کوي، پوره تخنيکي لوبېږي باقي د افغان کرکټ ډېری لوبغاړي هر وخت هرڅه کولی شي.
نوموړي اوس د نړيوال جام له پيل سره تازه تازه څرګندونې کړې دي او د په ځانګړي ډول یې د کرکټ د يو ورځنيو لوبو په هکله خپل نظر بيان کړي دی او وروسته یې د کرکټ بورډ له مسولینو غوښتنه هم کړې ده.
هغه ویلي دي چې غواړي په يو ورځينيو لوبو کې هم خپل بخت وازمايي وايي هيله لري چې د کرکټ بورډ مسولین ورته په یو ورځنیو لوبو کې هم د لوبیدو چانس ورکړي.