له واده څه موده وروسته ولې جن.سي اړیکې بې خونده کیږي؟ لاملونه او حل لارې یې؛ ډاکټر مريم

 ډيری چې کله اول واده کوي د واده لومړۍ شپې او ورځې يي له شور، ځوک او مینې ډکې وي خو وروسته وروسته ورته مېرمن، (جن + سي) اړیکې او ان ژوند تکراري او بیخونده کيږي. ارواپوهان وايي چې د ژوند په مسايلو کې هر وخت باید د بدلون هڅه وشي، د خونې رنګ بدلول، د تخت د ځای بدلول، د خونې د څراغونو بدلول، د ميرمنې په جامو او ميکپ يا آرايش کې بدلون او… هغه څه دي چې ژوند ته نوی رنګ او خوند ور بښلی شي.

 د (جن + سي) اړیکو وخت بدل کړئ، مېرمن مو په مينه اړ باسئ چې کله کله ميکپ يا ارايش وکړې او نوې جامې واغوندي. د ګډ ژوند د تکراري کيدو ۸۰ فیصده لامل ښځه او ۲۰ فیصده نارینه دی نو که ښځه په ځان پام وکړي، د رنګونو او جامو په برخه کې پام وکړي او پاملرنه وکړي هره شپه د واده شپه کيدای شي.

 ډيری ښځې او نارینه فکر کوي چې د ډيرو کلونو له تیریدو وروسته دوی له يو بل سره عادي شوي او نور یې په ژوند کې بدلون نشي راتلی، چې دا ډیره بيځايه خبره ده؛ د جامو د رنګ بدلون، د کور یا د اوسیدو ځای بدلون، د خونې (اتاق) بدلون، د (جن + سي) اړیکو د وخت او طریقو بدلون او… داسې بلها نور بدلونونه کولای شي د خاوند او مېرمن ګډ ژوند رنګین کړي.

– هغه خاوند يا میرمن چې د ژوند په اړه بې تفاوته پاتې کيږي، د ستونزو د حل لپاره پر مناسبو حل لارو فکر نه کوي، په ژوند کې بدلون نه راولي دوی ته ژوند تکراري کيږي او د ژوند دا تکرار دوه بدۍ (منفي اړخونه) لري يو دا چې له يو بله زړه توري کيږي او بل ښځه له خاوند يا خاوند له میرمنې سره خيانت کوي. اکثریت هغه نارینه يا ښځې چې تر واده وروسته بې لارۍ ته مخه کوي لامل يي دا دی چې دوی په کور کې د ستونزو پر حل، د ژوند په سم مديریت او خوند باندې نه غواړي غور وکړي.

 د ښځې او خاوند ترمنځ اړیکه باید یوازې تر (جن + سي) اړیکو پورې محدوده نه وي، بلکې له میرمنې سره ناسته پاسته، چکر وهل، یو بل ته تحفه ورکول، پر يو بل باور، یو بل سره مشوره کول، يو بل ته مينه ورکول دا هر څه باید په ګډ ژوند کې ترسره شي.

 انسان چې په ژوند کې هر څو کلن وي مينې ته اړتیا لري. مانا دا چې هر انسان په هر عمر کې مینې ته اړتیا لري.

 هغه ښځه يا خاوند چې تر واده وروسته  خيانت کوي، بې لارې کيږي لامل یې دا دی چې دوی له یو بل سره له مینې او صمیمیت ډکې اړیکې نه لري. ځينې ښځې چې بې لارۍ ته مخه کوي لامل یې دا دی چې خپل خاوند یې اړتیاوي او غوښتنې نشي ور پوره کولای.

 د مېرمن او خاوند ترمنځ ستونزې د هغوي پر ماشومانو هم منفي اغیز اچوي، ستاسو بچیان حق لري په يوه مينه ناکه، آرامه او له کشمکش لرې په يوه داسې کورنۍ کې ژوند وکړي چې دوی ترې يو څه زده کړي. ماشومان مينه، محبت، درناوی او د ستونزو زغم له مور او پلار څخه زده کوي،کله چې مور او پلار ځانونه نشي خوشالولی، له يو بل سره ستونزې ولري نو د هغوي بچي به له دې حالته څه زده کړي. بدبختانه هغه ستونزې چې په کورنیو کې پيښيږي ماشومان يي تر ټولو مخکې لومړني قربانيان دي.

بدلون له ځانه پيل کړئ: هره ښځه او خاوند ددې پر ځای چې د ستونزو تر تاثير لاندې راشي په دې فکر وکړي چې دوی هر يوه شخصاً د دې ستونزو په حل کې څه کړي. بدلون باید له ځانه پيل کړو.

ميرمنې باید د خاوند د رضایت لپاره ډير څه وکړي، د جامو، رنګونو، ناستې پاستې او خبرو د انداز بدلون ډير څه کړای شي. یوه میرمن کولای شي هره شپه خپل خاوند ته داسې جوړه کړي لکه د واده اوله شپه چې وي. همداسې خاوند هم باید د ځان پاک ساتلو، د ژوند سم مديریت، صبر او زغم ته مخه کړي او د ځان بر مثبت بدلون فکر وکړي نو هېڅکله به هم له میرمنې سره اړيکې ورته تکراري ښکاره نشي.

 ګډ ژوند په شرميدو او شرم مخکې نه ځي هغه کړنې چې تاسو ته بیخونده ښکاري يو بل ته یې ووایئ، هغه هيلې چې له يو بله يي لرئ ښکاره یې کړئ او هغه څه مو چې خوښيږي يا نه خوښيږي په اړه يي ښکاره نظر ورکړئ.

 که غواړئ ګډ ژوند مو رنګین شي او له تکراره يي مخنیوی وکړئ نو د بدلون او رنګين کيدو په اړه یې هڅه او فکر وکړئ. د بیلګې په ډول: يو ځلې مو له میرمنې سره بیرون قدم ووهئ، ګډ سره رستورانت ته ولاړ شئ، که امکان يي وي ګډ سفر وکړئ او يا لږ تر لږه په ګډه تلویزيون وګورئ.

– يو بل ته وخت ورکړئ: د ژوند په نورو کارونو کې دومره هم مه مصروفه کیږئ چې تاسو د خاوند او ښځې په توګه يو بل ته وخت ونه لرئ. له يو بل سره اوسیدل په دې مانا نه دي چې په یو کور یا يوه خونه کې يو. ګډ اوسیدل په دې مانا چې تاسو ذهناً په يو بل کې ځانونه ورک کړئ، يو بل درک کړئ او يو بل احساس کړئ. د ژوند او نورو مسايلو په اړه له يو بله پوښتنې وکړئ.

احساسات مه پټوئ: میرمنې ته مو ووایئ چې مینه درسره لرم، په ګډ ژوند کې هغه ستړې چې تاسو تيرې کړي يادونه يي سره وکړئ او له یو بله مننه وکړئ. اجازه ورکړئ چې د یو بل د زړه خبرې په ژبه وکړئ او احساس مو درک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *