لندن کې هغه نجونې په زیاتېدو دی چې د خرچې پيدا کولو لپاره جن. سي کاروبار کوي اوس له هرو سلو نجونو
په انګلستان کې د هغو نجونو شمېر په زياتېدو دی چې د خپلو مصارفو يا خرچې د ادا کولو لپاره جن. سي کاروبار ته مخه کوي وروستۍ څېړنې په دې هکله ډېر جدي ارقام خپاره کړي دي، په حقيقت کې برتانیا يا انګلستان يو شتمن هېواد دی او د نړۍ له ډېرو هېوادونو څخه خلک د ښه ژوند لپاره دې هېواد ته ډېر سختې ګالي او کوشش کوي چې ځان ورته ورسوي خو پخپله ددې هېواد ځوانان بيا په دې نظر نه دی.
د يوې تازه ترسره شوې څېړنې پايلې ښيي چې مطلق اکثریت د پوهنتون او يا کالج نجونې د خپل درس په دوران کې کار کوي، خو د پام وړ خبره داده حې ډېری نجونو اوس د خپلو مصارفو او خرچو د ترلاسه کولو لپاره ډول ډول جن. سي کارونو ته مخه کړې ده.
ددې څېړنې په بنسټ په هرو شلو نجونو کې یوه یې دا کار کوي يانې په هر سلو نجونو کې پینځه نجونې يا په انټرنټ خپل لو. څ انځور يا ویډو خرڅوي، يا په مستقيم ډول د چا سره جن. سي اړيکه ټینګوي او يا نور دا ډول کارونه ترسره کوي ترڅو خپله خرچه پيدا کړي.