قيصاري: دوستم تښتولی مارشال دی په شمال کې اوس ازبکان وايي چې دوستم

نظام الدین قيصاری يو وخت کې د دوستم خپل نېږدې کس و او په هغه باندې یې ډیر زیات باور درلود، مګر دا چې وروسته ددوی ترمنځ اړيکې خرابې شوې نو ډېر رازونه هم رسنيز شول.

قيصاری ويل چې په شمال کې د دوستم زور ځکه ډېرو و چې دی او ده غوندې ځینې نور قومندانانو د دوستم ملاتړ کاوه او اوس نو په شمال کې دوستم کوم خاص ځای نلري.

وايي خلک اوس نور په دوستم رشخند وهي او هغه يو بې غیرته تښتېدلی مارشال بولي، دی وايي مارشالۍ نوم د دوستم له کبله سپک شو وايي د کوم هېواد مارشال له جګ. ړې تښتېدلی چې دوستم پرته له هېڅ مقاومته پښې سپکې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *