قطر په افغانانو بندیز ولګاوه له دې وروسته هېڅ افغان نشي کولای چې

د قطر حکومت د قطر په پلازمينه دوحه کې په افغانانو باندې ځینې محدوديتونه وضع کړي دي، د قطر مېشتو افغانانو د شکایتونو په بنسټ سيمه ايز مسولين افغانانو ته وايي چې د دوحې تفريحي سيمو ته دې دوی نه ځي.

دوی وايي چې په ځانګړي ډول کوم افغانان چې افغاني جامې یې اغوستې وي، د مسولینو له لوري د غبرګون سره مخ کېږي که څه هم دا رسمي خبره نه ده خو ځينې افغانانو ويلي چي دوی وېره لري چې په دغو سيمو کې د ګرځېدو په صورت کې به یې د قطر حکومت مسولين ونيسي او افغانستان ته به یې وشړي.

په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو وروسته په بهر کې د افغانانو سره د ډېرو هېوادونو چلند توپير کړی دی. د ويزو ترلاسه کول ناممکن حد ته رسیدلي دي هېڅ هېواد تيار نه دی په افغان پاسپورټ باندې ویزه ولګوي ان پاکستان چې پخوا یې ويزه په دوه زره افغانۍ وه اوس افغانانو ويزه نه ورکوي او په کابل کې یې ځینې شرکتونو د زرو ډالرو په بدل کې اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *