قانع: زما نيولو ته راغلي و، زه دوبی کې یم اوس ورته په ښکاره وایم چې

د افغانستان حق ويونکی شاعر چې اوس مهال د هېواد څخه بهر دی پرون د حاکمې ډلې د وسله وا.لو له لوري یې کور محاصره شوی و، دی چې په کور کې نه و د اماراتو څخه یې خپل پيغام خپور کړ.

قانع د خپل رسمي حساب ليکلي دي چې پرون یې وسله و.ال کور ته ورغلي و چې دی ونيسي خو دی په عربي متحده اماراتو کې و، ده ليکلي دي چې په ښکاره وايم زه به تر هغه ددې وطن د نجات لپاره چیغې وهم ترڅو ژوندی يم.

وايي خپل وطن ته حتماً بېرته ستنېږم او په جار وايم چې په خپل هېواد کې د ښځو لپاره کار د ښځو لپاره تعليم ددوی مشروع حق دی او هیڅوک یې بايد ترې د اخيستلو ظلم ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *