قاضي د طلاق شوې ښځې خاوند ته تاريخي سزا ورکړه، پوره 25 کاله به خپلې ښځې ته

په هسپانیا کې د يوې ښځې او خاوند د طلاق کيسې د رسنیو توجو ځانته ورجلب کړې ده، په دې هېواد کې يوې مېرمنې د خپل خاوند څخه د طلاق وروسته د مالي مسائلو په هکله د قاضي لومړۍ پرېکړه د ځان په زیان وبلله.

قاضي پخپله لومړی پرېکړه کې چې دا نهايي پرېکړه نه وه د ښځې او خاوند د طلاق په مسله کې ددوی د جايداد او شتمنۍ په هکله داسې حکم ورکړ چې هرچا هرڅه ګټلي وي هغه دې د همغه کس وي، په دې صورت کې مېرمن ايوانا چې ټوله ورځ به یې په کور کې کار کاوه په ډېر بد حالت کې واقع شوه.

نوموړې محکمې ته وويل چې خاوند یې دا بیرون کار ته نه پرېښوده او ورته ويلي یې و چې دا د کور کار وکړي خپل اولادونه وپالي نو ځکه یې کومه شتمني هم ترلاسه نکړه، قاضي ددې مسلې څخه د خبرېدو وروسته پخپل پریکړه کې دا ور اضافه کړه چې خاوند بايد خپلې مېرمنې ته د هغه کلونو پولې پيسې ادا کري چې دې مېرمنې دده په کور کې تېرې کړې دی او کار یې کړی دی.

محمکې دا پریکړه هم اعلان کړه چې دې مېرمنې دوه ماشومان لوی کړي دي، د ماشومانو د پالنې د يوې مېرمنې معاش چې څومره کېږي د هغه په اندازه بايد خاوند ددې پيسې هم خپلې مېرمنې ته ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *