فضل الحق فاروقي: ژوند واقعاً ډېر ښکلی دی، چې صرف
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په دې ورځو کې د ژوند د ښکلا او خوندونو څخه خپل رضايت ښکاره کړی دی.
هغه چې په دې ورځو کې خپل هېواد افغانستان ته ستون شوی ښکاري يو لړ تازه انځورونه خپاره کړي دي او ويلي یې دي چې ژوند واقعاً ښکلی دی.
فاروقي چې د افغانستان د ملي ټيم تکړه لوبغاړی دی د هند په سوداګريز ليګ آی پي اېل کې تر لوبېدو وروسته هېواد ته ستون شوی دی.