فضل الحق فاروقي په زړه داغ دار شو؛ له استراليا څخه یې ډېر بد خبر اعلان کړ -

فضل الحق فاروقي په زړه داغ دار شو؛ له استراليا څخه یې ډېر بد خبر اعلان کړ

د افغانستان د کرکټ‌ ملي ټیم ټاپ لوبغاړي فضل الحق فاروقي د افغانانو سره یو ډېر بد خب.ر شريک کړ، هغه چې اوس مهال په نړیوال جام کې لوبه کوي د خپلې کورنۍ اړوند یې يو ډېر ځورونکی خب. ر خپور کړ ډېرو کسانو خو ويلي و چې فضل الحق فاروقي که په دې خبر باندې هېڅ خبر شوی نه وی ښه و ځکه هسې نه چې دا د هغه په ذهن او روان باندې ناسم تاثير وکړي او په لوبو کې خپل فام له لاسه ورنکړي.

هغه په خپل فیسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې څو ورځې کېږي ماما او د هغه کورنۍ په پاکستان کې ورک شوی دي چې دوی ټول سخت ورپسې سرګردانه دی، ددوی د پيدا کولو لپاره هر لور ته هڅې پيل دي خو تراوسه پورې دا معلومات نشته چې دوی تښتول شوي دي او که پخپل یې د نورو سره اړیکې پرې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان په پنجاب ايالت کې هم د پوهنتون يو افغان استاد چې هلته د‌لوړو زده کړو لپاره تللی و ورک شوی و چې وروسته بيا حقيقت ښکاره شو او دا استاد پرته له دې چې چاته خبر ورکړي تبليغ ته تللي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *