فضل الحق فاروقي هېڅ عاجزي ونکړه خپل ترټولو لوی آرمان یې په ښکاره بیان کړ -

فضل الحق فاروقي هېڅ عاجزي ونکړه خپل ترټولو لوی آرمان یې په ښکاره بیان کړ

فضل الحق فاروقي د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم يو ډېر مهم توپ اچوونکی دی، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د چټک توپ اچوونکي په برخه کې تل د مشکلاتو سره مخ و او همدا یې يو ډېر لوی ضعيف ټکی و او اوس هم تر ډېره دی چې په ټیم چټک توپ اچوونکي په نشت حساب و.

اوس چې ځينې نويو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوي دی نو ښکاري چې په افغانستان کې چټک توپ اچوونکي موندل کېږي خو که چېرې د کرکټ بورډ چارواکي د اړيکو په اساس د لوبغاړو د ټاکلو څخه لاس واخلي او ريښتينو استعدادونو ته چانس ورکړي.

فاروقي په دې وروستيو کې په ځانګړي ډول په اسيا کپ کې ثابته کړه چې دی ددې استعداد لري چې په چټک توپ اچوولو کې د افغانستان يوه نړيواله څېره شي، هغه اوس په يوه مرکه کې هم همدا خبره کړې ده چې لوی ارمان او موخه يې داده چې په نړۍ کې يو پېژندل شوی توپ اچوونکی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *