فضل الحق فاروقي: مشر ورور به مې کرکټ ته نه پریښودم، پلار به مې راته ويل ستا څخه به

د افغانستان په کرکټ يم کې اوس نويو ځوانانو ته تر یو ځایه پورې ځای ورکړل شوی دی. وروسته له هغه چې د افغان کرکټ څخه د اصغر، دده د کورنۍ او انډيوالانو کرېغړن لاس لنډ شو نو اوس نوي ځوان لوبغاړي په ټيم کې ښکاري، ددې لوبغاړو څخه يو هم فضل الحق فاروقي دی چې د کرکټ سره ملاقات او تر دې ځایه رسېدل یې جالب داستان لري.

د فضل الحق فاروقي په شان نور استعدادونه هم موجود و مګر دا چې په ټيم د اصغر ستانکزي کلکه ولکه وه او ډالرو ورته داسې مستي ورکړې وه چې وجدان، وطن ملي ګټې هرڅه ترې هېر او په هېڅ صورت یې ځوانو لوبغاړو ته ځای نه ورکاوه. خو فاروقي خوشخبته و چې د اصغر د مردودې څېرې زيات برداشت ته مجبور نشو.

فضل الحق فاروقي اوس د افغان ټیم له بهترينو لوبغاړو څخه دی، د افغانستان يوازنی سټنډرډ تېز توپ اچوونکی دی. دی وايي چې کرکټ ته یې راتګ د خواريو ډک و د یوه لوري يې ملي ټیم ته رسېدل اوږد او سخت مزل و د بل لوري بيا په کور کې هم مشکلات موجود و.

وايي مشر ورو او پلار مې د کرکټ سره هیڅ علاقه نه درلوده، وايي مشر ورور مې تل له کرکټ څخه منعه کولم او هېڅ یې نه خوښېدل چې کرکټ وکړم، دی زیاتوي مور پلار یې هم دده له لوري د کرکټ کولو مخالف و خو وايي اوس بيا ټول ملاتړ ترې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *