فضل الحق فاروقي لويه ترلاسه کړه، لومړنی افغان شو چې

د افغانستان چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي د خپل کرکټ په ژوند کې په چټکۍ مخکې روان دی او تازه یې د خپل کرير يو له ترټولو ټاپو قراردادونو څخه يو لاسليک کړ.

نوموړی تازه د اسټراليا په کرکټ‌ ليک بېګ باش کې واخيستل شو، دی د سیډني ټينډر د لوبډلې له لوري اخيستل شوی دی. دا لومړی وار دی چې یو تېز توپ اچوونکی د بېګ باش د سياليو لپاره غوره کېږي.

فضل الحق فاروقي د افغانستان د ټاپ کرکټ لوبغاړو لېست ته په ډېر چټکی ځان ور پورته کوي، نوموړی په اسيا کپ او نړيوال جام کې ډېر ښه وځلېده او له هغه وروسته د هند په ترټولو ستر سوداګريز ليګ ای پي اېل کې هم د سنرايزرز حيدراباد د لوبډلې له لوري واخیستل شو.

په ټاپو نړيوالو ليګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل که د يوې خوا ددوی تجربې زیاتوي د بل لوري بيا ددوی په اقتصادي وضعیت هم ډېر ښه تاثير لري او لوبغاړي په لنډه موده کې د يوه ښه خپلواک اقتصادي ژوند څښتنان کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *