فضل الحق فاروقي: صرف د ۱۷ کلونو وم چې واده مې وکړ ځکه چې هغه نجلۍ مې

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ځوان او تکړه چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي چې اوس مهال د اسټراليا په سوداګریز ليګ بي بي اېل کې لوبېږي وايي چې يوازې ۱۷ کلن و چې واده یې وکړ کېدی شي ډېر خلک په دې فکر وي چې فاروقي او تراوسه واده لرې خبرې ده.

خو نوموړی وايي چې ۱۷ کلن و چې مور پلار یې يوه نجلۍ ورته خوښه کړې وه او مسله داسې وه چې دا نجلۍ نورو خلکو هم غوښته نو مور او پلار یې ویل چې هسې نه دا نجلۍ مو له لاسه ووزي نو یې دده لپاره وغوښته.

فاروقي مني چې د کومې مېرمنې سره چې ده اوس واده کړی دی دا دده هم هغه خوښه وه خو مور او پلار یې ورباندې نه و خبر. فاروقي اوس د افغانستان په ملي ټيم کې یوازنی واقعي سټنډرډ چټک توپ اچوونکی دی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *