فضل الحق فاروقي افغانستان پرېښود هغه نن

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټیم تکړه لوبغاړي فضل الحق فاروقي افغانستان د بنګلديش لپاره پرېښود، هغه د بنګلديش په سوداګریز ليګ کې د لوبېدو لپاره ددې هېواد د پلازمېنې ډاکې په لوري حرکت وکړ.

فاروقي چې څو ورځې وړاندې د اسټراليا د بېګ باش د ليګ څخه د مشکلاتو په وجه اخراج شو او هېواد ته راغی مګر څه دمه یې نه وه کړې چې په بنګله دېش کې ددې هېواد د‌ليګ له لوري واخیستل شو.

فاروقي د افغانستان د ملي ټيم یو ترټولو قوي چټک بالر دی. هغه په دې وروستيو کې ډېر ښه وځلیده او د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *