فرزانه ناز: ولا که په واده پسې لېونۍ يم خو دا يو حقيقت دی چې

په دې وروستيو کې د افغان سندرغاړې فرزانه ناز د واده په هکله ډېر بحثونه کېږي، نوموړې يو له هغو افغان سندرغاړو څخه ده چې تراوسه یې واده نه دی کړی ان ډېره موده مخکې یې ویل چې زړه یې دی واده وکړي نور غواړي یوه کورنۍ جوړه کړي مګر د خوښې کس یې نه دی پیدا شوی.

دا چې دا په ښکاره وايي چې دا غواړي واده وکړي نو ځينې خلک بيا دا داسې برادشت کوي چې ګواکي د فرزانه ناز واده ته ډېر زیات زړه کېږي دغه خبرو نوموړې مجبوره کړې ده چې غبرګون وښيي‌.

نوموړې وايي چې داسې نه ده چې دا د واده لېونۍ ده، خو زیاتوي چې غواړي یو حقيقت وايي هغه دا چې يو ښځه پخپل ژوند کې دې ته اړتیا لري چې په خوا کې یې یو نارينه وي او یو نارینه هم په ژوند کې ددې لپاره اړتيا لري چې په خوا کې یې یوه ښځه وي‌.

نوموړې وايي ښځه او نارينه يا بل سره بشپړوي، د يادونې وړ ده چې ده چې ډېری افغان سندرغاړو چې عمرونه يې هم په زياتېدو دي تراوسه واده نه دی کړی صرف اريانا سعيد نامزده شوې او د واده یې کوم درک نه ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *