فرزانه ناز: هرڅه مې وکړل خو سکون او خوشحالي مې ترلاسه نکړه اوس غواړم چې

د افغانستان یوه مشهوره سندرغاړې فرزانه ناز چې د افغانستان څخه د وتلو وروسته یې يو متفاوت ژوند پيل کړی دی د خپل ژوند یو بېل طرز یې خپل کړی دی د خپل شخصي ژوند په هکله یې اوس تازه څرګندونې کړې دي.

هغه په یوه پوست کې ليکلي دي چې په ژوند کې یې ډېر څه کړي ډېر څه یې ليدلي دي ډېره ګرځېدلې ده خو بيا هم په ژوند کې داسې لویه ارامي نه ده ترلاسه کړې وايي يو څه وخت که يو کس خوشاله وي خو څه موده وروسته بيا هغسې نه وی خوشحاله او يو بل څه ته په تمه وي چې پدې سره به سخت خوشحاله شي.

خو کله چې هغه کار وشي نو یو څه وخت ورسره خوښ وی بیا وروسته بيا انسان له سره يو بل شي ته په تمه وي چې يره چې دغه کار ورشي نو څومره به خوښه وي‌ خو اخر بيا همغه لومړی کيسه شی.

دا وايي په دنيا کې خوشحالي او سکون ترلاسه کول ډېر سخت کار دی او په دايمي ډول انسان شاید هېڅکله خوشحالي او سکون ترلاسه نکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *