فرزانه ناز: غواړم همدا اوس واده وکړم خو يو مشکل موجود دی هغه دا چې
فرزانه ناز چې د افغانستان يوه نامتو سندرغاړې ده ډېر وخت کېږي چې د هېواد څخه بهر ژوند کوي پخوا به کله کله هېواد ته په اخترونو کې راتله خو د اوس لپاره نور هنرمندان او سندرغاړي نور افغانستان ته د تګ هيله نلري.
فرزانه خپل ډېر ژوند بهر تېر کړ خو زړه یې بيا دادی چې د يوه خپل افغان سره واده وکړي او د هغه سره خوشحاله ژوند ولري.
نوموړې په وروستيو څرګندونو کې دا غوښتنه اظهار کړې ده چې نور یې زړه کېږي چې واده وکړي خو تراوسه ورته دا داسې په هرڅه برابر کس نه دی پیدا شوی چې دا یې د ځان مېړه جوړ کړي.