فرزانه ناز: غواړم همدا اوس واده وکړم خو مشکل دادی چې
د افغانستان تکړه سندرغاړې فرزانه ناز د خپل ګډ ژوند په هکله بې پرده غږېدلې ده، نوموړې چې په یوه ژوند پروګرام کې خبرې کولې د خپل ګډ ژوند ناویلې یې بيان کړې.
دې وويل چې که ريښتيا ووايي نو ددې په زړه باندې یو کس تراوسه پورې ورڅخه په جدي ډول د واده غوښتنه نده کړې او له همدې کبله تراوسه پورې مجرده پاتې ده.
نوموړې وايي که يو کس چې ددې په زړه جوړ وي ورڅخه د واده غوښتنه وکړي نو پرته له ډېرو خبرو ورسره واده کوي خو مشکل دادی چې داسې کسان هیڅ نه ورسره مخ کېږي چې ددې په زړه کې ځای پيدا کړي.