فرزانه ناز: د راشد خان ترڅنګ ولاړه يم خو هیله ورڅخه کوم چې
د هېواد تکړه سندرغاړې فرزانه ناز هم د کرکټ جنجالي بحثونو ته ځان ور داخل کړ، پدې ورځو کې داسې څوک په سختۍ موندل کېږي چې د افغانستان دکرکټ اړوند څه ونه وايي او ندې هکله خپل دریځ بيان نکړي.
تازه مشهورې سندرغاړې فرزانه ناز ويلي دي چې د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او کار د بندېدو مسول نه دي، نبايد د هغه پرېکړو بدل د کرکټټيم ادا کړي دکومو په کولو کې چې دوی هېڅ ونډه نه درلوده.
فرزانه ناز د راشد خان او د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د نورو لوبغاړو څخه غوښتنه کړې ده چې د افغان نجونو د تعلیم او کار لپاره خپل غږ اوچت کړي او په دې هکله د نړيوالو نور پام هم افغانستان ته راواړوي.