فرزانه ناز: تراوسه هېچا د واده لپاره نه يم غوښتې، قسمت مې

فرزانه ناز یو ځل بیا د مجردۍ له ژوند څخه سر ټکولی دی، نوموړې چې په ټيک ټاک کې په یوه ژوندۍ برنامه کې خبرې کولې د خپل مجردۍ څخه په شکایت سره وویل چې تراوسه پورې هېڅوک ددې غوښتې ته نه دي ورغلي هېچا ورڅخه خواستګاري نه ده کړې.

نوموړې وړاندې وويل چې قسمت یې په دې مسله کې چندان کار نه کوي، تراوسه پورې ورڅخه د واده رسمي هېڅ خواستګاري هم نه ده شوې، وايي هیله لري مګر کوم درک یې نه لګېږي.

د يادونې وړ ده چې فرزانه له دې وړاندې هم ويلي و چې نور یې زړه د مجردۍ له ژوند څخه تنګ شوی دی او غواړي چې واده وکړي مګر سم کس نه پيدا کېږي چې دا ورسره خپل ژوند او هرڅه شريک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *