فرزانه ناز؛ ټوله دنيا راپسې ده، خو زما زړه صرف ددوه کسانو -

فرزانه ناز؛ ټوله دنيا راپسې ده، خو زما زړه صرف ددوه کسانو

افغان سندرغاړې فرزانه چې پخپله په دې ورځو کې په اماراتو کې د خندا ډکې ورځې تېروي خپلو مينوالو ته یې هم هم د خوښۍ ځینې لارې ښودلې دي او له خپلو څارونکو یې غوښتي یې چې عمل ورباندې وکړي.

نوموړې ويلي دي چې که غواړی پخپل ژوند کې خوشحاله اوسی او په سر کوم درد رانشي نو ځينې شيان دي چې هغوی به هېڅکله له پامه نه غورځوی.

دا وايي چې له ارزانه خلکو ځان لرې ساتی، هغوی چې په ارزانه تاسې خرڅوي، پرېږدي مو، په‌ عادي مسله درسره خفه کېږي، د شا مو خبرې کوي له دې ډول خلکو ځان تل لرې ساتی.

دې د خپلې وينا په دوام کې په خندا او ټوکو وويل چې وګورئ چې ټوله دنيا په ما پسې مړه ده خو زه صرف دوه دری دوستان لرم چې ما ددوی دوستي غوره کړې ده‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *