فرزانه ناز؛ هغه کس چې زما مېړه جوړېږي دا یوه غوښتنه په هر صورت ورباندې منم -

فرزانه ناز؛ هغه کس چې زما مېړه جوړېږي دا یوه غوښتنه په هر صورت ورباندې منم

فرزانه ناز د خپلو مینوالو حيرانولو ته دوام ورکوي، نوموړې چې دا مهال په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي د ټولنيزو رسنيو له لارې په فعال ډول د خپل ژوند حالات بيانوي او خپل منیوال د خپل ژوند او کارونو څخه بې خبره نه پرېږدي، نوموړې اوس مهال د خپل وطن څخه لرې ده خو ځینې منیوال يې ورباندې نيوکه کوي چې د وطن څخه د لرې کیدو سره سره فرزانه ناز د خپل کلتور څخه هم لرې شوې ده.

خو فرزانه وايي چې دا د ژوند بېلابېل اړخونه تجربه کوي او د خپل کلتور څخه نه ده لرې شوې، دا په دې وروستيو کې یو بهرنی مينوال لري خو دا معلومه نه ده چې دا به د هغه سره واده کوي او کنه صرف همداسې دیاري دوستی ده.

فرزانه ناز وايي تراوسه یې د واده کوم درک نشته خو غواړي او زړه یې کېږی چې واده وکړي خو چې یو مناسب کس پيدا شي دا وايي چې هرڅوک یې مېړه شه خپله دا غوښتنه ورباندې مني چې ددې هنر ته درناوی وکړي‌ او دې ته د سندرو ويلو اجازه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *