فاروقي چې خپله واده هم لري اسټراليا کې یوه نجلۍ ځورولې، نجلۍ شکايت کې ویلي

د اسټراليا معتبرې رسنۍ فوکس نيوز خبر ورکړی دی چې د افغانستان تکړه فسټ بالر فضل الحق فاروقي په دې هېواد کې یوه نجلۍ ځورولې ده چې د هغه له شکايت وروسته د سیډني تندر ټيم د نوموړي سره خپل قرارداد لغوه کړی دی.

د يادې رسنۍ د خبر په بنسټ دغه نجلۍ صرف خپل کرکټ بورډ مسولین خبر کړي دي او پرته له دې چې پوليسو ته خبر ورکړل شي دواړه چوپ شوي او فاروقي بېرته افغانستان ته شړل شوی دی.

فاروقي د افغانستان يو ترټولو مخکښو تېز توپ اچوونکو څخه دی چې واده یې هم کړی دی، نوموړي په یوه مرکه کې ويلي و چې واده یې هم په مینه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *