غزال عنایت: هېڅ نه شرمېږم په ښکاره وايم زما د ژوند هدف دادی چې -

غزال عنایت: هېڅ نه شرمېږم په ښکاره وايم زما د ژوند هدف دادی چې

افغان سندرغاړې که څه هم اوس په افغانستان کې فعاليت نشي کولای خو اوس د نړۍ څخه یو کلی جوړ شوی دی اوس دوی د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو له لارې د افغانانو سره هغه که د نړۍ په هر کونج کې دي وصل دي، يو افغان که هرځای وي کولای شي د افغان سندرغاړو ټول کارونه په ورځني ډول وويني، افغان سندرغاړی هره ورځ د خپلو کړنو، سندرو، فعالیتونو په هکله انځورونه پورته کوي ويډیو ګانې خپروي او په دې ډول د افغان ټولنې سره په پرلپسې ډول وصل دي.

تازه د غزال عنایت او اريانا سعيد د جنجال وروسته اوس دوی خپلو کارونو ته خوشي شوي دي او د خپلو کارونو په هکله خبرې کوي، اریانا سعید په کاناډا کې ده او غزال عنايت بيا کاناډا پرېښې ده او د ځينو پروګرامونو لپاره ترکیې ته تللی ده.

هغه د خپل سفر په مهال يو انځور اخيستی او ورسره ليکلي يې دي چې د نړۍ ټولې خبرې يوې خواته ددې لپاره د ژوند هدف يو دی، هغه دا چې پرته له هېڅ ډول محدودیت څخه يو کس خوشحاله وي. وايي زه صرف خوشحالي غواړم او هره ورځ د ژوند له هره شېبې خوند اخلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *