غزال عنایت: زه اوس هغه پخوانۍ نه يم، هرڅه بدل شوي اوس قسم دی که د -

غزال عنایت: زه اوس هغه پخوانۍ نه يم، هرڅه بدل شوي اوس قسم دی که د

په بهر کې د افغان سندرغاړو فعاليتونه په زیاتېدو دي، دا چې هلته افغانان زيات شول نو دوی اوس پرېمانه کنسرتونه ورکوي او ددې لارې ښه عايد هم ترلاسه کوي، يو له دغو ټاپ سندرغاړو څخه غزال عنایت هم ده، نوموړې څو ورځې وړاندې په کاناډا کې وه چېرته یې چې د اريانا سعيد سره لفظي جنجال هم وشو خو دوه ورځې کېږی چې په ترکیه کې ده.

تازه یې دوه نوي انځورونه خپاره کړي دي، دا انځورونه په ترکيه کې اخیستل شوی دی او دې هم موقعيت ورسره ښکاره کړی دی. دا اوس په ترکیه کې سيل کوي او ورسره یې د ځينې نورو هنري فعاليتونو لپاره هم تياری پيل کړې دي.

هغه ويلي دي چې که څه هم اوس یې په افغانستان کې فعالیتونه درېدلي دي خو په نوره نړۍ کې یې اوس فعاليتونه زيات شوي دي او د هغه ځايه د هنر په برخه کې پراخ فعاليت کوي او دا به نور هم پراخېږي.

د بل لوري نوموړې وايي چې د خلکو په منفي کومېنټونو پسې نه ګرځي وايي زه اوس هغه پخوانۍ نه يم څه ډول می چې زړه غواړي همغسې ژوند کوم زه د خپل ځان لپاره ژوند کوم نه د نورو لپاره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *