غزال عنایت؛ په نارينه کې صرف دغه يو خوی زما ډېر خوښېږي خو ډېر نارينه يې نلري زه غواړم

افغان سندرغاړې غزال عنایت په دې ورځو کې په کاناډا کې ښه ګرم او خوښ ماحول لري، نوموړې ډېره موده کېږي چې خپل هېواد ته نه ده تللې هغه پخوا يو له هغو سندرغاړو څخه وه چې ډېر وخت به افغانستان ته تله راتله خو وروسته کله چې کابل کې لوی بدلون راغی نو بيا دې هم د ډېرو نورو سندرغاړو په شان کابل ته تګ ته زړه نه دی ښه کړی.

هغه د ډېر وخت راهیسې مجرده ده او په ګډ ژوند کې څوک نلري په افغان سندرغاړو کې په دې وروستيو کې یوازې اريانا سعيد قدم اوچت کړ او خپل منېجر سره نامزده شوه نورې ډېری تراوسه پورې مجردې دي او لا يې د خپل ځان لپاره د ژوند ملګری نه دی پیدا کړی.

غزال عنایت هم تراوسه په ژوند کې يوازې ده هغه په وروستۍ مرکه کې د يوټيوب د یوه چينل سره يې کړې ده ويلي دي چې غواړي واده وکړي او ددې لپاره په نارينه و کې د نورو خبرو هخوا دې ټکي ته زيات ارزښت ورکوي چې هنر او موسيقۍ ته درناوی پکې موجود وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *