غزال عنایت؛ د ژوند خوند یوازې په واده کې نه دی، داسې نور ډېر شیان شته چې له واده زيات خوندور دي لکه -

غزال عنایت؛ د ژوند خوند یوازې په واده کې نه دی، داسې نور ډېر شیان شته چې له واده زيات خوندور دي لکه

غزال عنایت اونۍ وړاندې خپله نوې سندره خپره کړه دغه سندره په پاړسي ژبه ويل شوې ده، نوموړې تر ډېره ګډې سندرې وايي هم یې پښتو په سندرو کې په کافي اندازه ليدل کېږي او هم پاړسي. ددې سندرې وروسته ورڅخه ګنې پوښتنې مطرح شوې.

ددې سندرې لپاره نوموړې ډېر زيات اعلانات وکړل وخت نا وخت یې د سندرې څخه لنډې لنډې ویډیو ګانې خپرې کړې او ورپسې یې د سندرې جوړلو په مهال د جالبو صحنو انځورونه خپاره کړل.

نو ورسره یې يو ډول د خپلو مینوالو سره په انسټاګرام کې اړيکه زياته شوه، په دې سره ځینې څارونکو ورڅخه په کومېنټونو کې دا پوښتنه مطرح کړه چې واده به کله کوې ځکه ژوند روان دی.

غزال عنایت دغه پوښتنو ته په یو پوست کې داسې ځواب ورکړی و؛ د ژوند خوند یوازې په واده کې نه دی، داسې ډېر شيان دي چې له واده څخه زیات خوند لري، برياليتوب، سياحت، د دوستانو سره وخت تېرول هرڅه خپل خاص خوند لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *