عمران خان: زما په ګوښه کولو کې امريکا لاس نه درلود، پیښمانه يم ما دا خبرې ځکه کړې وې چې -

عمران خان: زما په ګوښه کولو کې امريکا لاس نه درلود، پیښمانه يم ما دا خبرې ځکه کړې وې چې

په پاکستان کې سياسي ناکرارۍ دوام لري ددې هېواد پخوانۍ صدراعظم عمران خان چې د وخته مخکې د واک څخه ګوښه شو په هېواد کې سراسري لاريونونه کوي او غواړي چې ژر ټاکنې ترسره شي.

هغه چې کله له دندې لرې شو نو په ښکاره یې ویل چې په لاس کې داسې شواهد لري چې ثابتوي چې دده په لرې کولو کې امريکا لاس لري. نوموړی په تېر لاريون کې وويشتل سو او په پښو ولګېده.

اوس یې په یوه تازه بيان کې ويلي دي چې دده په لرې کولو کې امريکا لاس نه درلود وايي له دې وروسته د امريکا څخه لرې کېدل نه غواړي او غواړي چې د امريکا سره نېږدې اړیکې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *