عمران خان: د پوتين سره د لیدنې پرمهال د شهباز شريف لېنګي لړزېدل نیږدې و چې -

عمران خان: د پوتين سره د لیدنې پرمهال د شهباز شريف لېنګي لړزېدل نیږدې و چې

تېره اونۍ په سمرقند ښار کې د شانګهای سازمان د هېوادونو مشرانو غونډه درلوده چې د پاکستان صدراعظم پکې داسې نادرې وکړې چې په خپله په پاکستان او په نوره نړۍ کې د خبرونو سرټکی جوړ شو.

هغه خو يو ځل خپلې ګوشکۍ نشوې بسته کولی او وروسته د ډېر جنجال څخه بل کس راغی او وربسته يې کړې ورپسی یې بيا ورسره تللی هيئت ناست و هېڅ شی نه نوټ کول حال دا چې د نورو هېوادونو هيئت کې ځينې کسانو خبرې نوټ کولې مهم موارد یې ليکل.

اوس د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هم په ازبکستان د شهباز شريف په چلند نیوکه کړې ده او ويلي يې دي چې د پوتین سره د خبرو په مهال یې لېنګي لړزېدل سخت تر تاثیر لاندې راغلی و او خپل توازون او کنټرول یې له لاسه ورکړی‌ و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *