عمان له دې وروسته د ۱۰۳ هېوادونو وګړو ته په هوايي ډګر کې ويزه ورکوي، افغانان به

د عمان هېواد حکومت اعلان وکړ چې له دې وروسته به د ۱۰۳ هېوادونو اتباع وکولی شي چې ددې هېواد ويزه په هوايي ډګر کې ترلاسه کړي، ددغو هېوادونو وګړي چې کله عمان ته ورسیږي نو دوی ته به په‌هوايي ډګر‌ کې ويزه ورکړل شي.

ددغو هېوادونو په قطار کې د ترکیې، ټايلنډ، برازيل، ارجنټاین، جاپان، ماليزيا، چين، امريکا، ټايوان او اوکراین نومونه يادولی شو.

ددې ترڅنګ هغه هندي اتباع چې د کوم اروپايي هېواد، امریکا، کاناډا او انګلستان ويزه ولري يا د کوم خليجي هېواد اقامه ولري کولی شي چې د عمان په هوايي ډګر کې ويزه ترلاسه کړي.

د بل لوري د افغانانو لپاره د‌ عمان سياحتي ويزې بندې دي، افغانان نشي کولای د عمان دا ډول ويزه ترلاسه کړي. اوس مهال په نړۍ کې هېڅ هېواد افغانانو ته په عامو شرايطو ویزه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *