عقل یې نه مني، پوهېږی ميرويس اشرف د يوې ورځې څومره ډالر د کرکټ بورډ څخه ترلاسه کوي؟

په دې وروستيو کې د افغانستان د کرکټ سر وهلو ته ټولو لاسونو سره یو کړي دي، د ځينو لپاره خو کرکټ او کرکټ بورډ لکه امريکا ننګه غوا جوړه شوې ده او دوی ورڅخه د هرې لارې غواړي خپل ځان مستفيد کړي.

که د یوه لوري راشد خان په ملي ټيم کې پینځه ميراثيان انډيوالان ازمويل شوي کباړيان اخلي د بل لوري په مالي سرچينو یې مشران هم رحم نکوي. تازه د میرویس اشرف د رزالت په هکله نوي معلومات رسنیو شوي دي.

ميرويس اشرف د کرکټ بورډ څخه د يوې ورځې خرچه دری سوه ډالر اخيستې ده، نورمال معاش خو په زرګونو ډالرو ته رسېږي خو دا چې دوی خاصې چکرې وهي نو هوټل الوتکې خو يوې خواته صرف د جيب خرچ لپاره یې دری سوه ډالر روزانه اخيستی دي.

دری سوه ډالر چې اوس مهال په افغانستان کې د پينځو کسانو غريب کارانو تنخواه ترې جوړېږي د میرویس اشرف روزانه خرچه ده. افغانستان بيا هم همغسې دی. د مشرانو د چایو او سګرېټو پيسې د عوامو د مياشتو د مزدوریو څخه زياتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *