عظمت الله عمرزی: په کوچني والي کې مې ډېر وهل خوړلي، پلار مې

د افغانستان د کرکټ نوی ستوری عظمت الله عمرزی په دې وروستيو کې د توقع څخه زیات ښه لوبېږي او د ټولو پام یې ځانته ورجلب کړی دی. عظمت الله عمرزی هم د هغو افغان لوبغاړو په لېست کې دی چې ښه استعداد یې درلود خو د مينوالو د عامو خلکو د پرلپسې ټينګار او غوښتونو سره سره بيا هم د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د وخت کپتان او نورو مسولينو ورته ژر چانس ورنکړ.

دی په دې وروستيو کې په بهرنیو ليګونو کې ولوبېده او دا ځل یې ثابته کړه چې د افغانستان د ملي ټيم دننه د ډېرو لوبغاړو څخه ښه توپ اچونه کوي د هغوی څخه چې کلونه کېږي په دې ټيم کې دي د بال ډېر لوړ سرعت لري.

نوموړی چې څنګه ملي ټیم ته د خپل فوق العاده استعداد سره سره بيا هم په ځنډ راغی پخپل ژوند کې د رنګینو سره سره د ډېرو افغانانو په شان د ځینو ناخوښو شېبو سره هم مخ شوی دی.

نوموړی په یوه مرکه کې وايي چې په کوچني والي کې یې پرېمانه وهل خوړلي دي، وايي پلار یې وهلی ټکولی دی. په افغانستان کې د ۹۰ کلونو مخکې ډېری پيدا شوي ماشومان يا هم اوس چې په کلیو کې کوم ماشومان پيدا کېږي د مور او پلار له لوري د شدت او تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *