عظمت الله عمرزي کوژده وکړه، هغه ۲۳ کاله عمر لري خو

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان او تکړه الرونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي کوژده وکړه او په دې سره یې د ژوند د نوي باب دروازه پرانېسته.

عظمت الله عمرزی د ۲۰۰۰م کال د مارچ په ۲۴مه زیږیدلی، چې نوموړي د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره خپله لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه او له هماغه وخت راهیسې ملي لوبډلې سره مل دی.

عظما الله عمرزی د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل شوا او د ۲۰۱۸ په دسمبر کې ایمرجینګ لوبډلو آسیا جام لپاره د افغانستان د ۲۳ کلنو لوبډله کې شامل شوی و.

هغه د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د ایرلېنډ پر وړاندې د افغانستان د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې شامل شو اړ د افغانستان لپاره یېخپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۱مه نیټه د ایرلېنډ خلاف وکړه.

همدغه راز عمرزی په یو شمېر بهرنیو لیګونو کې لکه د اېوریسټ لیګ، بي پي ایل او پي ایس ایل کې هم د لوبېدو تجربه لري، چې غوره لاسته راوړنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *