عطانور: زه هم د اشغا.لګرو خلاف وم خو زما یوه مجبوري وه

اوس چې د افغانستان څخه بهرني اشغالګر ځواکونه وتلي دي نو د ډېرو خلکو سترګې خلاصې شوې دي چې افغانستان خو اشغال و، دلته د کفري هېوادونو پوځيان و.

اوس نو د بلخ پخواني والي چې د پخواني اشغال يو ترټولو زیات چاغ شوی مخلوق دی ويلي دي چې دوی هم د بهرنیو ځواکونو مخالف و خو بس ځکه یې د هغوی مخالفت نشو کولی چې دې هرڅه ددوی رقيبان غښتلي کول‌.

د يادونې وړ ده کله چې په افغانستان امريکايي ځواکونو بريد وکړ نو د شمالي ټلوالې او تاجکانو ټول مشران یې په څنګ کې ودرېدل او د افغانستان په اشغال کې د‌هغوی پياده عسکر شول.

اوس چې امريکايي ځواکونه نشته دی نو دوی اوس پوه شول او د ډالرو د نشې څخه راويښ شول چې د پرديو اشغالګرو سره درېدل شرم دي خیانت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *