عطامحمد نور: د سقوط وړاندې پنجشېري ددفاع وزیر زنګ راته وکړ، او ويې ويل چې وروره
د بلخ پخوانی والي او د جمعيتی اسلامي د بېلې شوې ځانګې مشر عطامحمد نور وايي چې د افغانستان په پوځ کې ۶۰۰ پنجشېری جنرالان موجود و. دغه جنرالانو د هېواد ددفاع لپاره هېڅ ونکړل.
بلکې تمه یې وه چې هرڅه عطامحمد نور پخپل يوازې ځان ترسره کړي، وايي ددفاع وزير پنجشېری و، کله چې کابل سقوط کېده د هغه مخکې یې ماته زنګ وکړ چې وروره هرڅه ختم شوي دي.
مطلب یې دا و چې هرڅه ختم شوي مقابله ګټه نلري خپلې پښې وباسه، نوموړی زياتوي چې د افغانستان ډېری بنسټونه پنجشېريانو اشغال کړي و خو کله چې هېواد په سخته کې پرېوت نو دوی ترټولو لومړی له میدانه پښې سپکې کړې.