عطامحمد نور؛ ما خپلې ټولې روپۍ خارج ته انتقال کړې مګر ډاکټر عبدالله عبدالله

په دې وروستيو کې په هېواد کې د بانکي مشکلاتو څخه سر ټکونه زياته سوې ده په ځانګړې ډول ځینې سياسيون او د پخواني حکومت چارواکي چې په بانکونو کې یې په لوړ مقدار پيسې درلودې د زیاتو مشکلاتو سره مخ دي.

تېره اونۍ ډاکټر عبدالله عبدالله دا شکایت وکړ چې د بانک حسابونه يې تراوسه پورې تړلي دي وايي چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې بانکي حسابونه به یې پرانیستل کېږي خو په عمل کې یې تراوسه پورې بانکي حسابونه تړلي پاتې دي.

د بل لوري ترکیه کې مېشت د بلخ پخواني والي عطامحمد نور بيا ويلي دي چې ده خپله ټوله سرمایه مخکې د افغانستان څخه انتقال کړې وه خو وايي ډاکټر عبدالله او ځینې نور کسان اوس هم د افغانستان په بانکونو کې زیاتې پيسې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *