عجيب انسان: ۱۲ کاله کېږي په پښو ولاړ دی، ددې کار سبب یې پخپله بيان کړ

د کلچر شاک پروګرام تياروونکي د هند په کلیوالو سیمو کې د يوې داسې ډلې سره مخ شوي دي چې کلونه کېږي په پښو ولاړ دي هېڅ کېناسته یې نه‌ده کړې او ځینې بيا داسې و چې کلونه کېږي چې يوه خبره یې هم نه ده کړې.

دغو کسانو کې ځينو ویلي دي چې دا ددوی ديني عقايد دي وايي موږ قسم کړی چې بيا به په پښو نه کېنو، ځينو بيا ددې لپاره چې د خلکو څخه لرې وي او هېڅ ډول ګناه ونکړي قسم کړی دی چې هېڅکله به خبرې نکوي.

په دوی کې يو هم بابا راجا ناتهای دی چې پوره دولس کاله کېږي هېڅکله په پښو نه دی ناست، ډاکټرانو ددوی د معاينه کولو وروسته ويلي چې پدې کسانو کې یو یې هم هېڅ ډول روغتيايي ستونزه نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *