عجيبه ښځه: په دواړو لاسونو او پښو په یوه وخت کې کار کوي، غواړي چې

په هالنډ کې د يوې مېرمنې عجيبه استعداد خلک حیران کړي دي. د راجېنا په نامه دا مېرمن ۲۹ کاله عمر لري په یوه وخت کې هم خپل دوه لاسونه او دواړه پښې کارولی شي، دا چې یوه رسامه ده په خپلو دوه پښو او دوه لاسونو په یوه وخت کې رسم کولی شي.

دا مېرمن له دې وړاندې په فلمونو کې زياته مشهوره وه، په څلور کلنۍ کې چې تراوسه ډېره ماشومه د کور څخه بهر شوه او په بيرون یې د ماشومانو په ځینې پروګرامونو کې برخه اخیستل پيل کړل.

د ۱۶ کلونو وه چې د رسم کولو سره یې علاقه پيدا سوه، له هغه ورځې تراوسه پورې خپل وخت په رسامۍ تېروي. ددې ويډيو ګانې چې په یوه وخت کې په لاسو او پښو دواړو رسم کوي په انټرنټ کې زیاتې خپرې شوې دي او دې اوس لوی شهرت ترلاسه کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *