عبدالله عبدالله: بانکي حسابونه مې تړلي دي زما سره ژمنه شوې وه چې -

عبدالله عبدالله: بانکي حسابونه مې تړلي دي زما سره ژمنه شوې وه چې

ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو پيسو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده، نوموړي پرون یو لیک د حکومت ريس الوزرا ته استولی دی او په دې ليک کې یې د خپلو پيسو اندېښنه ښودلې ده او ترڅنګ يې ځينې پخوانۍ ژمنې هم يادې کړې دي چې دده سره شوې وې او عمل نه دی ورباندې شوی. ده له حکومت غوښتي چې سمدلاسه دده غوښتنې ومنل شي.

نوموړي ويلي دي چې حکومتي چارواکو ورسره بيا بيا ژمنه کړې وه چې بانکي حسابونه به یې خلاص شي خو بيا هم دا خبره نه ده عملي شوې او تراوسه پورې دده بانکي حسابونه نه‌ دي پرانيستل شوي او دی په دې نه دی بريالی شوی چې د خپلو بانکي حسابونو څخه پيسې وباسي.

عبدالله وايي په‌ دوحه کې ورسره ژمنه شوې وه چې بانکي حسابونو ته به اړتيا لري د رجال برجسته ځانګړنې به ورسره پاتې کېږي او ددې ترڅنګ به نور ګڼ سهولتونه هم برابرېږي. تراوسه پورې په رسمي ډول د عبدالله دغه شکايت ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *