عاليې انصاري د خپل خاوند څخه د طلاق اخيستلو لامل بیان کړ وايي خاوند مې -

عاليې انصاري د خپل خاوند څخه د طلاق اخيستلو لامل بیان کړ وايي خاوند مې

عاليه انصاري يو له هغو افغان سندرغاړو څخه ده چې د حالاتو د بدلون سره سره یې بيا هم خپله هنري سلسله جاري ساتلې ده، نوموړې په منظم ډول خپلې نوې سندرې مارکېټ ته راوباسي او د ښه هرکلي سره مخ مخ کېږي.

دا چې پخپل ځان د ښه باور څخه برخمنه ده په شخصي ژوند کې له يو لړ ناوړه دورو څخه تېره شوې ده، داسې افغان مېرمنې به ډیرې کمې وي چې په خپل ګډ ژوند کې د نادرو سره نه مخ کېږي مګر پدې برخه کې هم عاليه زر لاس پکار شوی ده او مهم اقدام یې کړی دی.

دا چې د خپل خاوند سره یې نور ګډ ژوند ته دوام نه دی ورکړی په دې بريالۍ شوې ده چې د هغه څخه طلاق واخلي او د خپل خاوند څخه ځان خلاص کړي نوموړې که څه هم د خپل خاوند څخه د طلاق په هکله ډېرې خبرې نه کوي وايي چې دې وليدل چې نور ددوی ددوی دواړو يو ځای پاتې کېدل دې ته ضرر رسوي نو یې د خپل خاوند څخه لارې بېلې کړې وايي اوس يوه مجرده ښځه ده او د خپل ژوند څخه خوشحاله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *