صرف د يوې اونۍ لپاره سهارنۍ کې دغه څلور خواړه وخورئ په عاجل ډول چاغېږی -

صرف د يوې اونۍ لپاره سهارنۍ کې دغه څلور خواړه وخورئ په عاجل ډول چاغېږی

صبحانه يا سهارنۍ د بدن لپاره خورا زياته مهمه ده، بدن په داسې حال کې سبا فعالیږي چې ټوله شپه یې هیڅ ډول انرژي نه وي ترلاسه کړې او پکار ده چې اوس مناسبه انرژي ترلاسه کړي په ځانګړي ډول بيا هغه کسان کوم چې غواړي وزن ترلاسه کړي او چاغ شي. ځينې کسان په دې هکله یو ډېر ناسم فکر لري چې بغیر له زيان څخه بله پايله نلري.

هغه دا چې ځينې کسان فکر کوي چې که سهارنۍ ونه خوري د غرمې ډوډۍ ته به ډېره ښه اشتها ولري، يو وخت ډوډۍ نه خوړل بل وخت زياته ډوډۍ خوړل يو ناڅاپه زیانونه لري د مثال په ډول د وينې شکر زياتوي او امکان لري انسان په شکر اخته کړي.

په سهارنۍ کې ځينې مواد دي چې په ځانګړي ډول یې بايد خوړلو ته پام وشي خاص هغه کسان چې غواړي وزن واخلي نو بيا بايد دا لاندې شيان چې معرفي کوو حتماً پخپله سهارنۍ کې نوش جان کړو‌.

لومړی هګۍ دي، هګۍ يو ترټولو ارزانه عامه خو قوي سرچينه ده د پروټينو، ورسره په هګيو کې په لوړه کچه ويټامين ډي هم شتون لري چې د بدن د هډوکو په غښتلي کولو کې رول لري. هڅه وکړی سهار وختي پيل کړی او سهارنۍ مرحله په مرحله وکړی يوه کوچنۍ کاسه مستې وخورئ کومې چې پوره کلسيم او پروټينو لري ددې علاوه کېلې هم کارولی شی کېلې پرېمانه پروټين او نشاسته لري ددې ترڅنګ که لاسرسی لری د ککو له جملې نوټېلا کارولی شی چې په وزن اخيستلو کې مستقيمه مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *