صالح: سخت پیښمانه يم، د خپلو خلکو څخه بخښنه غواړم اشرف غني زه او -

صالح: سخت پیښمانه يم، د خپلو خلکو څخه بخښنه غواړم اشرف غني زه او

امرالله صالح يو له هغو افغان سياستوالو څخه دی چې خپل اصلي لوری ورته دقیق نه دی معلوم هغه په وروستيو څو کلونو کې دوه ځله خپل طرف بدل کړ.

پخوا د شمالي ټلوالې يو غړی و او په اشرف غني او نورو پښتنو مشرانو یې سختې نیوکې کولې وروسته بيا داسې وخت راغی چې د اشرف غني لومړی مرستیال شو دا مهال ورته اشرف غني ښه سړی ښکاریده.

اوس یې بيا ويلي دي چې د افغانستان د جمهوریت په سقوط کې دی پخپله ونډه پیښمانه دی او له خپلو خلکو څخه سخته بخښنه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *