صالح: د دوحې د تړون یوه پټه ماده افشا کړه، مشران به امريکا

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي دي چې په دوحه کې د شوي تړون یوه پټه ماده داده چې امريکا به ددې ډلې په مشرانو بريد نه ترسره کوي. صالح ويلي چې په امريکا کې په جوبايډن عام فشار په زياتېدو دي ترڅو په افغانستان کې د واکمنې ډلې مشران په نښه کړي.

خو امريکا ددوحې په تړون کې ژمنه کړې ده چې د مشهورې ډلې په مشرانو به بريد نه ترسره کوي. د بل لوري مبصرین وايي چې د دوحې تړون نور خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او په کابل واکمنه ډله یې په قصه کې نه ده.

نو له همدې کبله امريکا خلاص لري چې ددې ډلې مشران په افغانستان کې په نښه کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ په یوه بيان کې وويل چې د نجونو د کار او زده کړې مخنیوی وی به د کندهار لپاره پايلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *