صالح؛ استراليا ښه وکړل چې لوبه یې لغوه کړه دا ټول لوبغاړي

د اسټراليا له لوري د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره د لوبو لغوه کول که د یوه لوري د افغانانو د سخت غبرګون سره مخ شول د بل لوري اوس د افغانستان د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال امرالله صالح دغه پرېکړه ستايلې ده او ليکلي يې دي چې:

نړۍ حیرانه شوم چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړو انځورونه یې د کابل د واکمنې ډلې د مشرانو سره وليدل هغوی چې په افغانستان کې یې په زرهاوو ځانم. رګي کړي و د هغوی سره د کرکټ لوبغاړي په یوه صف او انځور کې ودرېدل.

له همدې کبله دا یو معقول او با مانا دریځ دی چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په وړاندې اسټراليا بنديز ولګوي او د هغوی سره لوبې ونکړي.

د بل لوري افغانانو بيا په امرالله صالح سختې نیوکې کړې دي او ورته ويلي یې دي چې موجود وضعيت ستاسې د ناکامې رهبرۍ او فساد پايله ده او اوس بايد ددې وضعیت بېل په کرکټ ټيم ادا نکړی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *