شکيرا: د دوه شل کلنو نجونو څخه اوس هم ښه یم، خاوند به یک ارمان وکړي

مشهوره سندرغاړې شکيرا څه موده وړاندې د خپل ژوند د ملګري څخه جدا شوه، دا د خپل ملګري سره د ښځې او خاوند په شان کلونه کلونه یو ځای اوسېده د هغه څخه یې اولادونه درلودل مګر بيا هم دوی دواړؤ واده نه و کړی.

څه موده وړاندې ددې ملګری د يوې بلې ښځې سره په اړیکو باندې ګير شو او دې کار ددوی دواړو ګډ ژوند ته د پای ټکی کېښود، اوس چې دوی دواړه بېل شوي دي پخواني ملګري یې د یوې‌ شل کلنې نجلۍ سره ګډ ژوند پيل کړی دی.

په همدې وخت کې د ډېر ځنډ وروسته شکيرا يوه نوې سندره جوړه کړه او په دې سندره کې داسې څه ویل شوي دي چې ډېر خلک باور کوي مخاطب یې خپل پخوانی ملګری دی.

په دې سندره کې وايي چې زه ددوه شل کلنو نجونو څخه ښه يم، تا یو فراري موټر په يوه ټکسي بدل کړ اوس که هرڅومره راپسې وژاړې بيا ستا خواته نه درګرځم. زه ماته نشوم زه لا غښتلې شوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *