شکريه بارکزۍ: لورګانې مې غواړي افغانستان ته ولاړې شي خو زه ورته وايم چې
د هېواد د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکريې بارکزۍ د وطن په هکله احساساتي څرګندونې کړې دي، دا چې اوس د خپلو لورګانو سره يو ځای په لندن کې ژوند کوي د وروستي بدلون وروسته هېواد ته نه ده راستنه شوې.
دې ويلي دي چې کوچنۍ لورګانې یې دي او هره ورځ ورته وايي چې کبله به بېرته خپل کور او خپل هېواد ته ستنیږي ، دا وايي چې خپلو لورګانو ته نن او سبا کوي خو دا چې نن او سبا نه خلاصېږي نو لورګانې یې هم ترې خفه دي.
نوموړې دوعا کړې ده چې الله تعالی دې په ملک کې آرامه ارامی راولي چې د ظلم او جبر تیارې تېرې شی او دوی هم په خوشحالۍ سره بېرته خپل هېواد ته ستنې شي.
شکريه بارکزۍ په افغانستان کې د وروستي تحول وروسته انګلستان هېواد ته ولاړه هلته اوس هم د مېرمنو د حقونو په هکله مبارزه کوي.