شپږ ښځې لري غواړي د ټولو څخه اولادونه ولري خو هېڅ يوه ښځه يې - Ht

شپږ ښځې لري غواړي د ټولو څخه اولادونه ولري خو هېڅ يوه ښځه يې

د ارټور په نامه باندې يو برازیلی د ډېرو ښځو په درلودلو سره مشهور دی، ددې مسلې له کبله ډېر وخت د رسنيو په سرټکو کې راځي او په مېډيا کې یې خپل نوم ساتلی دی.

شپږ ښځې لري غواړي د ټولو څخه اولادونه ولري خو هېڅ يوه ښځه يې

نوموړی اوس مهال شپږ ښځې لري، دا مني چې د شپږو ښځو درلودل او یو ځای ژوند کول خپلې سختۍ هم لري خو اوس یې د خپل نوي اقدام څخه خبر ورکړی دی.

ارټور غواړي د خپلو ټولو یانې شپږو ښځو څخه اولادونه دنيا ته راوړي، ده ندي ويلي چې د خپلې هرې مېرمنې څخه په څه شمېر اولادونه غواړي خو د هرې يوې څخه د اولاد په پیدا کولو ټينګ ښکاري.

دی د خپل ګډ ژوند په هکله وايي چې د خپلو ټولو ښځو سره په یوه اندازه مینه کوي ځکه چې وېره ورسره وي چې هسې نه د بلې مېرمنې یې بخيلي ورباندې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *